په لوګر ولایت کې ۴۵ جریبه ځمکه انتقال شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۳:۰
ghydur5

۱۴۴۳/۰۹/۲۲

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلا بېلو ټولګټو پروژو د پلې کولو په موخه (۴۵) جریبه دولتي ځمکې په لوګر ولایت کې انتقال کړې.

یادې شوې ځمکې د لوګر ولایت په مرکز او محمد اغه ولسوالۍ کې موقعیت لري چې له ډلې یې (۳) جریبه ځمکه په لوګر ولایت کې د یو تخنیکي انستېتیوت د جوړولو لپاره ، (۱۲) جریبه دولتي ځمکه

د فوتبال لوبغالي جوړولو لپاره او دغه راز (۳۰) جریبه نوره دولتي ځمکه د کرکټ لوبغالي جوړولو لپاره اړوندو ادارو ته انتقال شوه.

د یادونې وړ ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژو د پلې کولو په موخه په پام کې لري چې ډیری دولتي ځمکې نورو دولتي او غیر دولتي بنسټونو ته انتقال کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت