په لغمان کې د ادارې اصلاحاتو ودانۍ د جوړولو چارې رواني دي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لغمان ولایت کې د ادارې اصلاحاتو د ودانۍ جوړولو چارې ۶۵ سلنه بشپړې کړي دي.
یاده ودانۍ پر ۵۶۵ مټر مربع ځمکې، په درې پوړونو کې، د ۴۵ مېلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پراختیایي بودجې لهخوا جوړېږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تېرو دریو کلونو پر مهال په هېواد کې د ۱۰۳۰ ساختماني پروژو د پلي کېدو چارې پیل کړي چې له دې ډلې ۱۵۰ هغه یې بشپړې او ګټې اوخیستې ته سپارلي، نږدې ۴۰۰ نورې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او پاتې پروژې د سروې، ډیزاین او تدارکاتو پړاو کې قرار لري.