په لغمان ولایت کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي د پلان تطبیق او د استوګنیزو نمرو د ویش بهیر پراخ شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۴
لغمان

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو  وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د لغمان ولایت په دشت باباصیب سیمه کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق او د استوګنیزو نمرو د ویش بهیر پراخ او چټک شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د لغمان ولایت محترم والي قاري بختیار معاذ، د اړوندو ادارو مسؤلینو او یو شمېر مهاجرینو ګډون کړی وو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت ژمن دی څو ټولو  مهاجرینو ته د استوګنې لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

نوموړي څرګنده کړه چې هرې کورنۍ ته به پنځه بسوې ځمکه ځانګړې شي او د نمرو د ویش بهیر به په بشپړ شفافیت او حساب ورکونې سره ترسره شي، څو د هر ډول احتمالي درغلیو مخنیوی وشي.

نوموړي همداراز اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې په دغه ښارګوټي کې د نمرو د ویش چارې دې لا چټکې کړي او ټول بهیر دې د ټاکلي مهالوېش له مخې، په شلو ورځو کې بشپړ کړي.

ورپسې د لغمان ولایت محترم والي قاري بختیار معاذ وویل، چې ولایتي اداره ژمنه ده څو د یاد بهیر په اغېزمن مدیریت کې همکاري وکړي او د مهاجرینو لپاره د نمرو د عادلانه ویش زمینه برابره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزیرڅرګنده کړه، چې  تردې وړاندې د لغمان ولایت په کافر ګله سیمه کې د استوګنیزو نمرو ویش بشپړ شو چې اوس د دشت بابا صیب د ښار ګوټي ویش تازه پیل شو.

د یادونې وړ ده چې د دشت باباصیب ښار ګوټی په ۱۳۲۵ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی چې (۲۲۱۰) استوګنیزې نمرې لري او د ژوند نورو ټولو برخو ته پکې پاملرنه شوې ده.

پر دې سر بیره (۱۰۰۰۰) لس زره جریبه نوره ځمکه په لغمان ولایت کې نوره امارتي  تثبیت شوې، چې د منظم او معیاري پلانونو له مخې به ډیزاین او پر مهاجرینو به وویشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت، په رودات ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پرانیسته او د نمرو وېش پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري له لوري د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د امير المٶمنين په نوم د مهاجرینو لپاره په شاوخوا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۵۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې له چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني او د ننګرهار ولايت محترم والي حاجي ملا محمد نعيم اخند چې متخصص او مسلکي ټيمونو يې ملتيا کوله د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په لغمان ولایت کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي د پلان تطبیق او د استوګنیزو نمرو د ویش بهیر پراخ شو

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو  وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د لغمان ولایت په دشت باباصیب سیمه کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت