په لغمان ولایت کې د سرخاکانو د تفریحي پارک له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۳
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوی وایي، د راغلي هئیت سره په ګډه یې د سرخکانو د ملي پارک له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي تیلوي وویل، د قرغه یو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو ملي پارک رغنیزې چارې پیل شوې چې دمګړۍ هلته د تهداب کیندنه روانه وه.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.