په فراه ښار کې له ۱۲ زرو څخه زيات غير پلاني کورونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت برنامې په لړ کې د فراه ولايت په مرکز کې ۱۲۰۱۴ کورونه سروې او ثبت کړل.
دې وزارت تر اوسه د کابل، مزارشريف، هرات، کندهار، جلالاباد، فراه، باميان او نيلي ښارونو سربېره د کابل په ميربچه کوټ ولسوالۍ، د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ، د کندهار په سپين بولدک او د هرات انجيل ولسوالۍ کې ۷۹۰ زره ۴۴۶ کورونه سروې او ثبت کړي دي
په ورته وخت کې ياد وزارت تر اوسه د ملکيت ۲۰ زره سندونه هم پر مستحقينو ويشلي دي.