په فراه ولایت کې د یو سالون ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۹/۲۳
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم لخوا د یو سالون ودانیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي استقلال وویل، یاده پروژه د ښاروالۍ اړوند ده، چې ودانیزې چارې یې خواو شا (۴۰) سلنه مخته تللي دي، چې تر دې دمه د پروژې چارې د نقشې مطابق په ښه شکل روانې دي.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو پاتې چارې هم د نقشې او شرطپاڼې مطابق په ټاکلي وخت تر سره کړي.