په فراه ولایت کې د زرو کورنیو لپاره د استطاعت وړ ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۲:۵۳
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی په ولسي جرګه کې د فراه ولایت د خلکو له استازو محترم ډاکټر همایون شهیدزاده، محترم عبدالغفار آرمان، محترم عبدالستار حسیني، محترم نصیر احمد فراهي، محترم عبدالعظیم کبرزاني، محترم شاپور پوپل او محترمه بلقیس روشن سره په کتنه کې د زرو کورنیو لپاره د استطاعت وړ ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ.

د غونډې په پیل کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل د یاد تفصیلي پلان په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دا پلان د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې سره سم د فراه ولایت د سیلاب ځپلو وګړو د مېشتېدنې لپاره جوړ شوی دی.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د یاد پلان ترتیب او منظوري یې د جلالتماب جمهور رئیس د ژمنې د عملي کولو لپاره خورا مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دې پلان په تطبیق سره به د سیلاب ځپلو خلکو د مېشتېدو ستونزه حل شي.

همدارنګه، په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له حسن نیت او بیدریغه همکارۍ مننه او قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې پلان په تطبیق سره به د فراه ولایت د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند کې پام وړ بدلون رامنځته شي.

د زرو کورنیو لپاره د استطاعت وړ ښارګوټي تفصیلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا جوړ شوی چې په دې پلان کې د ۱۰۰۰ استوګنیزو نمرو سربېره خدماتي، تجارتي او صنعتي، تفریحي او شنې سمې او همدارنګه د اوبو زېرمې، سړکونه او پلې لارې شامل دي او ټاکل شوې چې یاد ښارګوټی به د فراه ولایت په جنوب شرقي سیمه کې پر ۳۲۷ جریبه ځمکه جوړ شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مهندسی او انجنیری ستندردونو او اساسي معیارونو ته په کتو په دې پلان کې ۳۸ سلنه استوګنیزې سیمې، ۱۲ سلنه خدماتي سیمې، ۵ سلنه تجارتي او صنعتي سیمې، ۱۱ سلنه تفریحي او شنې سیمې، ۱ سلنه د اوبو زېرمې او ۳۱ سلنه سیمه د سړکونو او پلې لارې لپاره په پام کې نیولي دي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د تهیه مسکن پروژې څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو لخوا د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

4/7/1447

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت‌ کارۍ له پروژې څخه څارنه وکړه،.

یاده څارنه د نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۲۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د سړې خونې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ۶۰۰ مټریک ټنه سړی خوني پروژې د ودانیزې چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یخي هوا د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت