په فراه ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۵۵
فراه ولایت

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

 د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په تالار کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته د یاد ریاست رئیس الحاج مولوي نصرالله استقلال په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې کرنې مالدارۍ او اوبولګولو رئیس، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمر، د کلیو پراختیا رئیس، ښاروال، د اوبو رسونې آمر، د سیندیز حوزې رئیس، د چاپېریال ساتنې رئیس او د استخباراتو ریاست استازو په کې ګډون کړی و.

د ناستې تمرکز د راستنېدونکو کورنیو د نوم ‌لیکنې روان بهیر ارزونه وه، پکې د الف فورم ډکولو، د تابعیت اسنادو ارزونې، د سرپرستانو مرکېاو اړوندو اجراتو ارزونه وشوه.

په ناسته کې ګډونوالو د شفافیت، سرعت او مسلکي مدیریت ستاینه وکړه،همداراز، د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د هرې ادارې استازي به د فورمونو د تثبیت پر مهال فعاله ونډه ولري، ترڅو د مستحقو کسانو حقوق خوندي پاتې شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۹
Background image

د نیله باغ استوګنیزې پروژې د چارو پرمختګ په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین د نیمه‌ دولتي ساختماني شرکت ایم سی سی ۱۹ له رئیس ښاغلي لی لونګ سره. . .

BACK TO NEWS