په فاریاب ولایت کې د ګرزیوان ولسوالۍ د نجونو د منځني ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۴۰
فاریاب

۱۴۴۷/۰۵/۱۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ګرزیوان ولسوالۍ د نجونو د منځني ښوونځي د درې ‌صنفه ملحقې ودانۍ د کارونو د څارنې بهیر ترسره کړ.

د فاریاب ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د یادې ودانۍ د جوړولو چارې د انجینري نقشې او معیارونو له مخې پر مخ روانې دي. همدارنګه، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې، څو پاتې کارونه هم د نقشې او تخنیکي معیارونو سره سم ترسره کړي.

مولوي خال میرزا ذوالفقار ټینګار وکړ، چې د څارنې دا بهیر د ساختماني پروژو د کیفیت د لوړوالي او د انجینري اصولو د دقیقې پلي‌ کېدو لپاره دوامداره ترسره کېږي.

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښوونیزو، عامه او بنسټیزو تاسیساتو د رغونې او ترمیمي چارو د څارنې په برخه کې فعاله ونډه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت