په غزني ولایت کې د مور او ماشوم له روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۱۱
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د مور او ماشوم د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي متقي وویل، د حوزوي روغتون د پلستر کارۍ چارې روانې وې چې له چارو یې څارنه وشوه او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې چې د دې پروژې چارې د نقشې مطابق مخته یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د ادارو د تعمیرونو لپاره نقشې طرحه او ډیزاین کوي، وروسته یې له چارو څارنه کوي تر څو په معیار برابرې سرته و رسیږي.