په شینډنډ کې د دوو کانالونو د جوړولو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۶
د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست د ودانۍ جنوبي کانال د جوړولو د چارو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د سیخ تړلو او د کانکریټ اچولو چارې وکتل شوې او د پروژې پلي کوونکي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې.
د قراردادي شرکت مسؤلینو لارښوونې وشوې، چې د کانکریټ اچولو پر مهال د نقشې مطابق د کانال د چت میل رعایت، د باراني اوبو لپاره د اوبو لېږد پایپونه په مناسبه برخه کې نصب او له کانکریټ لړزوونکي څخه سمه استفاده وکړي.
همدارنګه د کار له پیل مخکې د قالبونو او کاري ساحې د پاکوالي، د زړو او فرسوده قالبونو د بدلون او د کانکریټ له اچولو وروسته د منظمې اوبو ور کولو ټینګار وشو.
د پروژې پلي کوونکي شرکت ته لارښوونه وشوه چې چارې د قرارداد د اسنادو، تخنیکي نقشو او انجنیري معیارونو مطابق، د کیفیت په ساتلو او ټاکلي مهالوېش سره سمې بشپړې کړي.
