په سمنګان کې د يو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه
![سمنګان](/sites/default/files/2020-02/viber_image_2019-12-14_12-20-08.jpg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سمنګان په درهصوف ولسوالۍ کې د ابو ذر غفاري ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۸۶۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۲۲ ميليونه ۳۸۵ زره افغانيو ورغول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په مرسته د روان کال په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې د ۷۵ ښوونځيو لپاره په کم لګښت ودانۍ جوړې کړي دي.