په سرپل ولایت کې د سړک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۶/۸/۲۳
د سرپل ولایت د کوراوښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملامحمدنور نوراني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د لومړۍ ناحیې اړوند د ابوذر غفاري مسجد شریف د سړک د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي نوراني وویل، د پروژې ټولې ودانیزې چارې په دقیق ډول و څارل شوې او قراردادي شرکت مسؤلیتونو ته سپارښتنه وشوه، تر څو ټولې چارې په ټاکلې وخت تر سره کړي، چې د سیمې خلک له ستونزو خلاص شي.
د کوراوښارجوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.
