په سرپل ولایت کې د سړک او پلچکونو له چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۶/۷/۲۷
د سرپل ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د عزیزي بانک د مخامخ (۳۰) مټره سړک له چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي ملا نوراني وویل، د دې سړک د خاورو ټولولو او د پلچکونو د قالب بندۍ چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، تر څوچارې په معیار برابرې په ټاکلي وخت کې تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیمونه د ودانیو تر څنګ د سړکونو د رغونې له چارو هم څارنه کوي، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.