په سرپل ولایت کې د  ۳۳۵ متري سړک د جوړیدو چارې وڅارل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۳۱
سرپل ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۱۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ د مدیریت د وړاندیز او د مقام ولایت د حکم له مخې، د پراختیايي پروژو دڅارنې کمیټې د غړي په توګه د یادې ولسوالۍ د ۳۳۵ متري سړک د کانکریټ اچونې د پروژې د څارنې لپاره ټاکل شوی وو.

ښاغلي ملا نوراني وویل، نوموړی ټیم د سانچارک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د سړک د جوړېدو چارې یې له نږدې وکتلې. د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، د سړک د کانکریټ‌ اچونې چارې د نقشې او کاري بل مطابق تر ۷۰ سلنې پورې بشپړ شوي او کار په ساحه کې په عادي ډول روان دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو څارنه کوي، څو چارې د تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي او د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت