په دې ورستیو کې ۱۵۰ زره جریبه دولتي ځمکه سروې شوه

Nasiri_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۸:۱۸
پایتخت

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  تېره مېاشت ۱۵۰ زره او ۳۶۶ جریبه دولتي ځمکه سروې او نقشه کړې ده، دا اندازه دولتي ځمکه او ملکیتونه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۸۴ قطعو کې ثبت او سروې شوي دي.

اوس مهال د دولتي ځمکو او ملکیتونو د ثبت شمېر ۷ میلیونه و ۳۸۷ زره او ۳۹۴ جریبو ته رسیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ښاري ودې او بنسټیزو پلانونو پلي کېدو په موخه، دولتي ځمکې او ملکیتونه سروې او بیا یې څرنګوالي ته په کتو نقشه او په ځانګړي کورډنات کې شاملوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۴۰
Background image

د فراه ښار د ستراتېژیک انکشافي پلان اصلاحي بڼه تائید شوه

۱۴۴۷/۷/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د فراه ښار د ستراتېژیک انکشافي پلان پر اصلاحي نسخه د تائید لاسلیک وکړ.

د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

په سرپل کې د پلچک پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۱۶

د سرپل ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جرجرک کلي په مسیر کې د کوهستاناتو او البدر ولسوالۍ د یو پایه پلچک پروژې له نږدې څارنه وکړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۴۷
Background image

د کابل برښنا شرکت د یوولسم جنکشن د بیخ بنا تأسیساتو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت د پلان سره سم، د برښنا د زیربنایي تأسیساتو د نظارت ټیم د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت