په دايکنډي ولايت کې ۳۵ جريبه ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۰:۲۳
دايکنډي

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل په دايکنډي ولایت کې ۳۵ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.

دا ټوټه ځمکه د دايکنډي ولايت د ميرامور ولسوالي په فولاد قريه کې موقعيت لري چې له څو کلونو راهېسې د غاصبينو په ولکه کې وه، خو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زیار تر استرداد وروسته ترې د موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او د موثرې استفادې لپاره يې چمتو کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه جومات له ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۶/۱۴

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د صاحبزاده‌ګانو په کلي کې، د ارشاد، حج او اوقافو ریاست اړوند د یوه جومات له ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د ننګرهار د کور او ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو او همکارۍ د افغانستان د ودانیز او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانیستل شو

۱۴۴۸/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو او همکارۍ ، د افغانستان د ودانیز، ساختماني او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانستل شو.

دغه نندارتون، د اسلامي امارت د ریاسة ‌الوزراء د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۵۸
Background image

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د اوبو د ذخیرې جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټيم د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د اوبو د ذخیرې جوړولو له چارو ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د ذخیرې د سیخ‌ تړلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت