په خوست ولایت کې ۱۷۸۱۸۸ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۹:۴۳
خوست

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په خوست ولایت کې ۱۷۸۱۸۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۲۳۹ قطعو کې چې ۱۶۶۸۵۰ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۱۱۳۳۸ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي بهیر دوام لري

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیقیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ د موقعیت او ښاري پلان د مطابقت ارزونه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د بغلان ولایت ریاست د ښاري سرغړونو د څارنې ټیم د پلخمري ښار اړوند، د دویمې ناحیې په ساحه کې د یوې استوګنیزې ودانۍ موقعیت له نږدې وڅېړه.

د ارزونې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د کارته مأمورین څخه تر عمراباد پورې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت