په خوست او لوګر ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکه سروې شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۲:۱۷
لوګر، خوست

۱۴۴۶/۰۷/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یو سف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په خوست او لوګر ولایتونو کې (1253.238) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.

ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د خوست صبریو او یعقوبۍ ولسوالۍ کې د خلبیسات ښارګوټي ځمکه او په لوګر مرکز په پادخاب شانه بازار او د همدغه ولایت په برکی برک ولسوالۍ کې د د غازي پخته پُل ساحه کې سروې کړه.

نوموړی وایي، له دغې سروې یې موخه دا وه چې د یادو ساحو لپاره په خوست کې اصلاحي پلان او په لوګر کې تفصیلي پلانونه ترتیب شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ځمکو د سمې استفادې په موخه سروې کوي او بیا یې د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره چمتو کوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت