په تېرو پنځو میاشتو کې ننګرهار کې له ۲۳ زرو ډېرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲
ننګرهار

۱۴۴۸/۳/۱۶

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې د دې ولایت په درېیو ښارګوټو کې ۲۳ زره او ۱۴۸ کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.

په دې لړ کې، د بهسود ولسوالۍ په خانکي (شهید منصور صاحب) ښارګوټي کې ۳ زره او ۲۶۷، د سره ‌رود ولسوالۍ په عمر صاحب ښارګوټي کې ( ۱۲۲۳) یو زر او دوه سوه او درویشت او د رودات ولسوالۍ په امیرالمؤمنین صاحب ښارګوټي کې ۱۸ زره او ۶۵۸ کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.

د رودات ولسوالۍ په امیرالمؤمنین صاحب ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر لا هم دوام لري.

د استوګنیزو نمرو د وېش دغه بهیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او په مناسب استوګنیز چاپېریال کې د هغوی د ځای پر ځای کېدو په موخه ترسره کېږي او د ټاکل شوي پلان له مخې به دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲
Background image

په تېرو پنځو میاشتو کې ننګرهار کې له ۲۳ زرو ډېرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۶

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې د دې ولایت په درېیو ښارګوټو کې ۲۳. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۲۱
Background image

په مرکز کابل کې د سرې میاشتې ټولنې د مرکزي دفتر د ساحې د سروې او توپوکرافۍ چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د یادې ساحې د دقیق مساحت معلومولو او د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه، د سروې او توپوکرافۍ تخنیکي چارې پیل کړې.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي د څارنې ټیمونو د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت