په تخار کې د یو جومات رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۹:۴۵
تخار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تخار ولایت په تالقان ښار اړوند جوی شیخ کلي کې د یو جومات رغنیزې چارې پیل کړې.

د دې جومات ودانۍ په ۳۶۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۹ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۳
Background image

په ننګرهار کې د مستوفیت ریاست د جومات د جوړولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په مالي ملاتړ، د مستوفیت ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د هرات جامع جومات د بیا رغونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د تاریخي ابداتو د ساتنې آمریت، د اطلاعات او فرهنګ ریاست د حکم پر اساس، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په ختیځ زون کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

۱۴۴۷/۰۵/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، د ختیځ زون ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت