په بلخ کې څه باندې ۳۸۴ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د بلخ ولایت اړوند سیمو په ۱۷۰ قطعو کې ۳۸۴ زره او ۸۰۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۳۷۸۰۶۵ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۶۷۳۷ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.