په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۳۱
بلخ

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین‌الدین حامد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو د ښارګوټي د ودانیزو چارو بهیر په منظم او چټک ډول تعقیبوي، د نوموړي په وینا، په یاد ښارګوټي کې د خط اچونې پروسه به په نږدې ورځو کې بشپړه شي، په داسې حال کې چې د بلاک‌بندۍ چارې تر ۴۵ سلنې پورې مخته تللې دي او د سرک جوړولو کارونه هم په چټکۍ روان دي.

ښاغلي مولوي حامد وویل، د ثبت شویو مهاجرینو د ویش پروسه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري روانه ده، څو مستحق کورنیو ته د استوګنې مناسب ځایونه پر وخت ورسول شي.

د بلخ مهاجرینو ښارګوټی د بېرته راستنو شوو کورنیو د اسکان ستونزې د حل لپاره طرحه شوی، د دې پروژې د رغنیزو چارو چټکتیا د ولایت د ښاري پرمختګ او د مهاجرو د هوساینې لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت