په بغلان ولایت کې ۱۵۶۹۲۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۹:۲۸
بغلان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په بغلان ولایت کې ۱۵۶۹۲۰ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۶۳ قطعو کې چې ۱۵۵۹۷۴ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۹۴۶ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د البرز ولسوالۍ د ښاري پلان د جوړولو په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۳

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د البرز ولسوالۍ د ښاري پلان د جوړولو په موخه د یادې ولسوالۍ توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

البرز ولسوالۍ چې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۱۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۸/۱۳

په پکتیکا ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې د ولایت د محترم مقام د استازي، د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو محترم رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۲:۱۴
Background image

په فراه ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۰۸/۱۳

د فراه ولایت کور او ښآر جوړول ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په بندر شیخ ابو نصر فراهی سیمه کې د مسجد شریف د جوړولو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې په ترڅ کې، قراردادي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت