په بغلان ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۲۹
بغلان

۱۴۴۶/۱۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په بغلان ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره تر سره کړه.

ښاغلي انجنیر لطیف وویل، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره (2628.95) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې شوه.

د نوموړي په خبره، دغه سروې به د هغو تخنیکي معلوماتو راټولولو ته زمینه برابره کړي چې د کډوالو د ښار کوټي تفصیلي پلان جوړولو، پراختیایي خدماتو او بنسټیزو تأسیساتو لپاره اړین دي.

ټاکل شوې ده چې د سروې پایلې به په وزارت کې له اړوندو ریاستونو سره شریکې شي، څو یې پر بنسټ د کډوالو د ښار ګوټي لپاره یو مناسب، منظم او د اړتیاوو مطابق تفصیلي پلان جوړ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي کې له روانو چارو څارنه وکړه

۱۴۴۷/۵/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د عام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۹
Background image

په میدان وردک ولایت کې د حوادثو ریاست د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۵/۰۸

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د حوادثو ریاست د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه تر سره  کړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۳۶
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

۱۴۴۷/۵/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، کندهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له ریاست لیدنه او ارزونه وکړه.

ښ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 ورځې 8 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت