په بدخشان کې د یو روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پای ته ورسېدې
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار شپږمه ناحیه کې د دشت قرغ (دشت شهدا) روغتیايي مرکز رغنیزې چارې پایته ورسولې.
دا یو پوړیزه روغتیايي مرکز په ۲۵۲ متر مربع ځمکه کې د عامې روغتیا وزارت د ۸ میلیونه و ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. د دې روغتیايي مرکز له جوړېدو سره د فیض اباد ښار ناروغانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې.