په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۱/۴
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.
د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له مخې، یاده پروژه تر اوسه شاوخوا ۷۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري او چارې یې د ټاکل شوي کاري پلان له مخې روانې دي.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې د څلور پوړیزې ودانۍ ټول اساسي ساختماني کارونه، چې بنسټ، ستنې، بیمونه، چتونه او نور جوړښتي عناصر پکې شامل دي، د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او قراردادي شرایطو سره سم بشپړ شوي دي.
اوس مهال د پروژې د نازکو او تکمیلي کارونو په برخه کې د داخلي او خارجي پلسترکارۍ، د پاتې خشتکارۍ او نورو اړوندو فعالیتونو چارې روانې دي.
د ترسره شویو کارونو کیفیت د منظور شوو نقشو او تخنیکي اسنادو له مخې ارزول شوي او د څارنې پر مهال کومه تخنیکي نیمګړتیا نه ده لیدل شوې.
د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې پاتې چارې د تخنیکي معیارونو او قراردادي شرایطو سره سمې بشپړې کړي، ترڅو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
