په بامیان کې څه باندې ۲۲۰ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۹:۵۸
بامیان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې  دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د دې ولایت اړوندو سېمو په ۲۰۹ قطعو کې ۲۲۰۳۱۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۴۱۶۶۴ جریبه سپینه دولتي ځمکه او ۷۸۶۴۹ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او مختلفو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، په هېواد کې ۶ مېلیونه ۶۲۸ زره او ۱۶۴ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه چې په ۶۸۰۲ قطعي کېږي، سروې او ثبت کړی او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۳:۵۲
Background image

د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ژوند د ښه والي لپاره پرمختللې سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د حکم له مخې، د دغه وزارت اړوند تخنیکي ټیمونو د مهاجرینو د ژوند خوندیتوب په موخه خپلو هڅو او فعالیتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د «الشیخ» ښارګوټي د نمرو د وېش په اړه راپور وړاندې شو؛ پر شفافیت او هر اړخیزې ارزونې یې ټینګار وشو

۱۴۴۷/۹/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ او د ټاکل شوې کمېټې د غړو په حضور کې، د نوي کابل ښار اړوند د «الشیخ» ښارګوټي د نمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د کابل ښار په شلمه ناحیه او چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره تخنیکي ټیمونه ارزونه پیل کړه

۱۴۴۷/۹/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار په شلمه ناحیه او چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ارزونه پیل کړه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت