په بامیان کې څه باندې  ۲۳۹ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۸:۵۹
بامیان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  بامیان  ولایت اړوند سیمو په  ۲۱۱ قطعو کې  ۲۳۹  زره او ۹۸۹  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۶۱۳۴۰  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۷۸۶۴۹ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت  پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۵۶
Background image

د کار کوونکو لپاره د ډاډمنې فضا رامنځته کولو په موخه کوټلي ګامونه پورته شول

۱۴۴۶/۰۷/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د وزارت ودانیو او چاپېریال سربېره، د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو پراختیا محترم معینیت او دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

د راتلونکي مالي کال لپاره د وړاندیز شوې بودیجې په ملاتړ ناسته وشوه

۱۴۴۶/۰۷/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د راتلونکي (1404) مالي کال لپاره د دغه وزارت له وړاندیز شوې بودیجې د ملاتړ په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۱
Background image

د جوزجان خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شاري تخلفاتو مخنیوي په موخه همغږي وشوه

۱۴۴۶/۰۷/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د جوزجان ولایت خواجه دوکوه ولسوالۍ ته د د ښاري. . .

BACK TO NEWS