په امارات ښارګوټي کې د مستردو اپارتمانونو د قسطونو د تادیاتو په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۱:۲۰
د مسکن معینیت

۹/۱۱/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا مرستیال او د اماراتو ښارګوټي د اپارتمانونو د بیرته ترلاسه کولو پلان کمېټې مشر، الحاج محمد اسماعیل فایز، د اماراتو ښارګوټي د اپارتمانونو د بیرته ترلاسه کولو لپاره د قسطونو د تادیې په اړه د د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست او د وجهي صندوق له مسؤ‎لینو سره وکتل.

په دې غونډه کې، چې د انسجام املاک و اسکان ریاست مسؤلینو هم ګډون کړی و، دوی د کابل ښار په قصبه کې د اماراتو ښارګوټي اپارتمانونو د پاتې قسطونو د راټولولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا مرستیال الحاج محمد اسماعیل فایز وویل، چې د اپارتمانونو مالکینو ته باید خبر ورکړل شي چې د خپلو اپارتمانونو ټولې پاتې قسطونه په راتلونکې یوه نیمه میاشت کې ورکړي، که نه نو، دوی باید اپارتمانونه خالي کړي.

په غونډه کې دا هم وویل شول چې د ملکیت لنډمهاله اسناد به هغو مالکینو ته وویشل شي چې پیسې یې ورکړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت