په اتو ښارونو او څلورو ولسواليو کې له ۷۵۰ زره څخه زیات کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۸:۴۶
د غير رسمي ښاري سیمو ثبت

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سیمو د ثبت برنامې د تطبيق په لړ کې په اتو ښارونو او څلورو ولسواليو کې ۷۵۴۲۳۳ کورونه سروې او ثبت کړل.

په دې ډله کې د کابل ښار په ۲۲مه ناحيه کې ۴۷۴۹۷۲ کورونه او په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې ۳۷۷۲ کورونه، په مزار شريف ښار کې ۸۱۴۴۲ کورونه او په بلخ ولسوالۍ کې ۲۶۱۷ کورونه، په هرات ښار کې ۷۲۷۴۳ کورونه او په انجيل ولسوالۍ کې ۶۲۷۱ کورونه، په کندهار ښار کې ۵۱۸۱۸ او په سپين بولدک ولسوالۍ کې ۴۶۷۰ کورونه، په جلال‌اباد ښار کې ۲۴۳۸۴ کورونه، په فراه ښار کې ۱۲۰۱۴ کورونه، په باميان ښار کې ۱۲۳۹۲ کورونه او په نيلي ښار کې ۷۱۳۸ کورونه سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر پايه د اتو ښارونو او څلورو ولسواليو په غير رسمي سيمو کې ۱۲۰ زره کورونو ته د ملکيت سندونه وويشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت