په  فاریاب کې څه باندې  ۱۷۸ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۳:۳۲
فاریاب

ښار جوړواو ځمکووزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د فاریاب ولایت اړوندو سيمو په  ۱۸۲ قطعو کې ۱۷۸۱۶۰ جریبه  دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړې دي.

له دې شمېرې څخه ۱۶۸۸۶۶ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۲۹۴ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د عمومي مدیریت د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د  سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ارزاقو امارتي شرکت د عمومي مدیریت د اداري ودانۍ د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۵۱
Background image

د زابل ولایت په مرکزي روغتون کې د نويو تعمیرونو د ودانیزو چارو لومړني کارونه پیل شول

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د زابل ولایت د مرکزي روغتون په انګړ کې د نويو بسترونو د ودانیزو تعمیرونو د جوړولو لپاره، د ساحې تر تثبیت او ټاکلو وروسته، د لومړنیو ودانیزو چارو لړۍ پیل شوې ده.

د زابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت