پنجشېر ولایت کې د برېښنا یو سب سټېشن جوړولو په موخه ځمکه سروې شوه
![panjsher](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-10_at_12.01.27_pm.jpeg)
۱۴۴۶/۰۸/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په پنجشېر ولایت کې د برئښنا یو سب سټېشن جوړولو په موخه ځمکه سروې کړه.
ښاغلی حافظ لطیف وایي، د برېښنا سب سټېشن جوړولو په موخه یې په یاد ولایت کې (13765.455) متر مربع ساحه توپوګرافي سروې کړه.
نوموړی وایي، ټاکل شوې چې دغه سب سټېشن د پنجشېر ولایت په مرکز سنګانه کلي کې جوړ شي.
دغه چاره په پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په همکارۍ د ولایت مقام د حکم پر اساس او د برېښنا امریت د غوښتنې له مخې کړی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو دولتي ادارو فرمایش مني او د معیاري کار کړنې وروسته یې تسلیموي.