پنجشېر ولايت کې د عمر بن خطاب (رض) مدرسې د ليليې د جوړېدو چارې پيل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ټولګټو تاسيساتو د جوړولو په دوام دا ځل په پنجشېر ولايت کې د عمر بن خطاب (رض) مدرسې لپاره د ليليې د جوړېدو چارې پيل کړې.
د ليليې دا ودانۍ په ۵۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۸ ميليونه ۵۵۰ زره افغانيو رغول کيږي.