پنجشیر کې ۹ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښارجوړواو ځمکووزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کیدو پر مهال پنجشیر ولایت اړوندو سېمو کې په ۱۵ قطعو کې ۹ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه ۴ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پانې ۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په درې ورستیو کلونو کې، ۶۰۵ ملیونه دولتي ځمکې او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.