په فراه ولایت کې د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۱۶
فراه

۱۴۴۸/۱/۲۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ، د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو او هوارولو پروژه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له پراختیایي بودجې څخه تمویلېږي، په رسمي ډول پیل شوه.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د ښارګوټي د ۱۶ سړکونو پاککاري او هوارول شامل دي، چې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او د ښارګوټي بنسټیزې زیربناوې لا پیاوړې کړي.

ټاکل شوې ده، چې یاده پروژه د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت په شاوخوا یوه میاشت کې بشپړه شي، همدارنګه، د پروژې د تطبیق پر مهال به لسګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د راستنېدونکو مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې، د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا او د معیاري ښارګوټو د رامنځته کولو په موخه ورته پراختیایي پروژې په دوامداره توګه پلې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت