پنجشیر کې د تعلیمي او دیني دوه پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۸:۵۱
پنجشیر

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د استاد بهرمند ښوونځي د کنفرانسونو تالار رغنیزې چارې ۱۷ سلنه او د دې ولایت د درې ولسوالۍ په عبدالله خېلو کلي کې د عبدالله خېلو د فاتحې سالون رغنیزې چارې ۲۷ سلنه بشپړې کړي دي.

د استاد بهره مند ښوونځي د کنفرانسونو تالار په ۱۰۵ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو او د عبدالله خېلو فاتحې سالون په ۲۶۳ متر مربع ځمکه په یو پوړ د ۴ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تعلیمي او پراختیايي پروژو د رغنیزو چارو په ګړندي کولو سره، په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د اساسي خدماتو کچه لوړه کړې او خلکو ته یې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۵
Background image

په غزني کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم لخوا د اندړو ولسوالۍ اړوند، د کابل–کندهار لویې لارې په اوږدو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د سلطان. . .

BACK TO NEWS