پروان ولایت کې ۲۰۷۰۰۷ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
![پروان](/sites/default/files/2020-09/1127462.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په پروان ولایت کې 207007 جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، 182051 جریبه سپینه دولتي او پاتې 24956 جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###