پروان او کاپيسا ولايتونو کې له ۱۸۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له پيل راهيسې په کاپيسا او پروان ولايتونو کې ۱۸۳۴۶۷ جريبه ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۶۴۵ قطعو کې ۱۳۱۸۷۰ جريبه ځمکه او دولتي املاک په پروان او ۵۱۵۹۷ جريبه ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه په کاپيسا ولايت کې دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.