وړ کسانو ته د کار سپارلو په موخه د خالي بستونه ازموینه واخیستل شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۰:۴۰
picture

۱۴۴۵/۷/۲۴

د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وايي، وړ کسانو ته د کار سپارلو په موخه یې د دې ریاست اړوند څلور خالي بستونو لپاره د شارټ لیست یا غوره شوو کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

انجنیر نعمت الله حنیف وایي، څلور خالي بستونه یې د اداري اصلاحاتو ملي ادارې په همکارۍ د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي وو، چې اوس یې ازمیونه واخیستل شوه، تر څو وړ او مسلکي کسانو کار وسپارل شي او د یوې ښې راتلونکې لپاره لاس په کار شي.

نوموړی وایي، ازموینه په برېښنایي ډول د اداري اصلاحاتو ملي اداري د استازو په شتون کې واخیستل شوه، چې بشپړ شفافیت په کې و.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ازادو سیالیو له لارې په مرکز او ولایتونو کې وړ او مسلکي کسان په کار ګماري

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر پوهنتون اړوند د ځمکې د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت