هلمند کې د کوچني کاریز شپږ صنفي ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
![هلمند](/sites/default/files/2020-11/11111.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کوچني کاریز شپږ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته یې وسپاره.
دا ښوونځی په ۹۳۶ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۵ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړ شوی دی.
د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مهم کاري لومړیتوب دی او دا وزارت په پام کې لري د خصوصي سکټور په همکارۍ د ولایاتو په کچه د ښوونځیو جوړولو چارې چټکې کړي.
###