هلمند کې د انتاني روغتون د پخلنځي تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۵/۳۰
هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په دغه ولایت کې د انتاني روغتون د پخلنځي تعمیر او تشنابونو له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
دغه څېړنه او څارنه په هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي انجنیرانو وکړه، چې ترسره شوي کار ته یې د پروژې د رغنیزو چارو له لېست سره مطابقت ورکړ او د قراردادي شرکت مسؤل ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
موخه دا ده، چې باید ټولې رغنیزې چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق او د سټنډرډونو او معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ساختمانونو کې کیفیت او معیارونه کنټرولوي، تر څو ودانۍ او تأسیسات باکیفیته او معیاري جوړ شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.
