هرات کې دوه تعلیمي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۰:۲۷
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات په اوبه ولسوالۍ کې یو اته صنفي ښوونځی او د دې ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سروستان ۱۲ صنفي ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل.

اته صنفي ښوونځی په ۶۷۲ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۰ میلیونه افغانیو او همداراز د سروستان ۱۲ صنفي ښوونځی په ۴۷۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړ شوي دي.

د ویلو ده چې د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی او ټاکل شوې دا وزارت د خصوصي سکټور په همکارۍ په ولایاتو کې د ښوونځیو جوړولو چارې چټکې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
Background image

له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۴

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.

د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت