له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
مهاجرین

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او د مناسبې سرپناه د برابرولو په موخه، دا ځل په ننګرهار، فراه، هلمند، نیمروز، فاریاب، بلخ او زابل ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نمرو برخمنې شوې.

په ننګرهار ولایت کې ۱۶۶، فراه ولایت کې ۱۲۵، زابل ولایت کې ۹۸، فاریاب ولایت کې ۶۲، بلخ ولایت کې ۶۰، نیمروز ولایت کې ۲۷ او هلمند ولایت کې ۱۶ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده چې یوازې د تیرې پنجشنبې ورځې په جریان کې ۵۵۴ کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نمرو برخمنې شوې، چې ورسره په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۸ زره او ۵۴۵ کورنیو ته رسېدلی دی.

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، د سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت