میوند ولسوالۍ کې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ د ودانیو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۰۷/۱۴
کندهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، تخنیکي ټیم یې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د همدغې ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ له جوړېدونکو ودانیو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، هلته په ساحه کې ودانیزې چارې په عادي ډول روانې دي او دBOQ مطابق ټول مواد په ساحه کې موجود وو.
نوموړی وایي، د ولسوالۍ د احاطوي دېوال د خښتو لګولو چارې شاوخوا (۳۵٪) بشپړې شوې دي، خو د قومندانۍ د ودانۍ د احاطوي دېوال لپاره کېندنه شوې ده.
هغه زیاتوي، د ساحې څخه د نظارت په مهال اړوند انجنير ته د کارونو د لا ښه والي او سمون په موخه لارښوونې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي پروژو له چارو ځان ډاډمنوي او په تړاو یې اړوندې ادارې ته اطمنان ورکوي.