میدان وردک ولایت کې ۷۰۸۲۱ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۸:۳۲
میدان وردک

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالی کې 70821 جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، 70709 جریبه سپینه دولتي او پاتې 112 جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

په اسلام قلعه بندر کې د تفصیلي پلان جوړولو په موخه د ۴۳۹۴ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌اس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ولایت د اسلام قلعه ولسوالۍ د اسلام قلعه بندر په ساحه کې د ۴۳۹۴.۸۱۸ جریبه ځمکې سروې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت