محترم محمد جواد پیکار د کندز ښار دوه پرمختیايي پلانونه منظور کړل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۵۹
کندز

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پیکار په خپل کاري دفتر کې د کندز والي محترم عبدالجبار نعیمي او د دې ولایت له وکیلانو او قومي مخورو سره په کتنه کې پر پرمختیايي برنامو بحث او خبرې وکړې.

د جلسې په پیل کې د کندز والي محترم عبدالجبار نعیمي د ښاري او ځمکوالۍ چارو ته د رسیدګۍ په برخه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له کړنو قدرداني وکړه او په کندز ولایت کې یې ټولګټو پروژ ته د ځمکو د لېږد غوښتونکی شو.

ورپسې محترم محمد جواد پیکار وویل، ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کندز استیناف محمکې ریاست، په دشت ارچي ولسوالي کې د دیني علومو مدرسې، د اقتصاد ریاست ودانۍ او د کندز ولایت زندان لپاره د ځمکې لېږد وړاندیز چې په ټولیز ډول ۶۵ جریبه ځمکه کېږي، د منظورۍ لپاره کابینې ته وړاندې شوی او په نږدې راتلونکې کې به عملاً یاده ځمکه انتقال شي.

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همداراز د پرمختیايي پروژو د تطبیق اړتیا ته په کتو، د یاد ولایت له مېلمستون ودانۍ، نمونوي جومات او یو شمېر نورو پروژو څخه د استفادې او اجازې حق ورکړ او اړونده ادارو ته یې ولېږدولې.

محترم محمد جواد پیکار څرګنده کړه چې کندز ښار د (SDF) ښاري پراختیايي په ترتیب شوي پلان کې شامل شوی چې له ساساکي امریکايي کمپنۍ سره له تطبیق وروسته به د یاد ښار اوږد مهاله لرلید ترتیب شي.

نوموړي همداراز اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه چې په کندز ښار کې دننه او باندې له دولتي ځمکو د استفادې پلان په (SDF) سټراټیژیک پرمختیايي پلان کې په پام کې ونیسي.

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همداراز په کندز ولایت کې د ۲۰۰ جریبه دولتي ځمکې سروې او ثبت د یاد ولایت خلکو لپاره یو ښه خبر یاد کړ او څرګنده یې کړه چې د یادې اندازې ځمکې له ثبت او سروې سره، پر دولتي ځمکو د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.

محترم محمد جواد پیکار همداراز د کندز ولایت ښارجوړولو او ځمکو ریاست ته دنده وسپارله چې په یاد ولایت کې د خصوصي سکټور د پانګونې لپار د پانګونې د ودې پرمختیايي واضح پلان ترتیب کړي.

د جلسې په دوام؛ د کندز ولایت قومي مشرانو او وکیلانو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له فعالیتونو او کړنو د قدردانۍ تر څنګ په دې ولایت کې د پرمختیايي پروژو په بشپړېدو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې محترم محمد جواد پیکار، د کندز ښار پرمختیايي سټراټیژیک پلان او د ۳ زره مسکوني واحد تفصیلي پلان منظور او د تطبیق په موخه یې د سیمه‌ییز حکومت مسولانو ته وسپاره.

د کندز ښار پرمختیايي سټراټیژیک پلان له مخې؛ د نویو سړکونو د جوړېدو تر څنک، د اوسني سړکونو پلنول، د بهسازۍ برنامو تطبیق، د زرغونو سیمو او د کندز ښار په څلورو خواو کې ټرانسپورټي ټرمینل جوړ او شمال لور ته د یاد ښار د ودې مسیر ډاګیزه شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

د نیمروز په زرنج ښار کې د ښاري پلانونو د ساحو د ارزونې بهیر دوام لري او یو لړ سرغړونې موندل شوې دي

۱۴۴۷/۹/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم په نیمروز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند ۱۰ جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۷/۹/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای ایس محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مربوطاتو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند ساحه کې د توپوګرافیکي سروې چارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۳۷
Background image

ارزګان کې د ښاري سرغړونو پر وړاندې جدي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخینکي ټیم، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت