محترم مالي او اداري مرستیال د کرنې وزارت له استازي سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۵:۲۵
وزارت شهرسازی و مسکن با وزارت زرغت

۱۴۴۶/۰۸/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د پراختیایي صندوق له محترم عمومي رئیس مولوي عبدالغفور غفاري سره وکتل.

په دغه کتنه کې د کرنې وزارت د پراختیایي صندوق محترم عمومي رئیس مولوي عبدالغفور غفاري وویل، په پام کې لري چې د خپلو چارو د پر مخ وړلو او محترمو بزګرانو او نورو اړوندو کسانو ته د خدمت کولو په موخه یو ځانګړی تعمیر ولري.

نوموړي وویل، دمګړۍ دوی په یو کرایه ځای کې اوسېږي چې، وخت یې په تمامېدو دی او اړتیا ده چې خپل ملکیت ولري.

ښاغلي غفاري وویل، د همدې موخې لپاره یې د کابل په بادام باغ کې یوه ساحه په پام کې نیولې چې، ودانۍ په کې اباده کړي.

د غفاري په خبره، لازمه ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت ورته یوه معیاري نقشه جوړه، ویزه او په اختیار کې ورکړي چې دوی یې د ودانولو چارې پیل کړي.

په دغه کتنه کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي اړوند ریاست ته دنده وسپارله چې، ژر تر ژره دې د کرنې وزارت پراختیایي صندوق د فعالیت لپاره یوه ځانګړې معیاري نقشه جوړه او په اختیار کې ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو او اشخاصو ته په معیار برابرې نقشې جوړوي، ویزه کوي یې او بیا یې د پلي کېدا لپاره ورته سپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د نیله ‌باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی  انجنیر عبدالوهاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ښاري چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو د مسؤول سره وکتل

۱۰/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا پروژو د مسؤول کریستیان ډورفیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت