مالي او اداري معینیت

مالي او اداري معینیت

مالي او اداري معینیت د دغه وزارت ټولې مالي او اداري چارې پر مخ وړي، چې لاندې ریاستونه یې تر چتر لاندې ځانګړي مسؤلیتونه ترسره کوي:

مالي ریاست

  1. له اړوندو ادارو سره په همکارۍ د عادي او پراختیایي بودیجې برخه کې د وزارت کالني پلانونو طرحه او ترتیب.
  2. د وزارت اړوندو ادارو د ضرورتونو او اړتیاوو راټولېدو له لارې د تادیاتو او لګښتونو برخه کې د مالي چارو وړاندوینه او مالیې او اقتصاد وزارتونو او نورو اړوندو مراجعو ته د ټولو مالي راپورونو چمتو کول.
  3. د کور او ښار جوړولو وزارت له تمویلوونکو سره د مالي راپورونو د ستونزو حل کول.
  4. د وزارت له تخصیص سره سم د مالي وجوهاتو پر انتقال څارنه کې همکاري او د اړوندو چارو او پروژو له مالي حساباتو او لګښتونو څارنه کول.
  5. د کنټرول داخلي سیستم له شاخصونو څارنه او د هغې د نیمګړتیاوو اصلاح کول او د افغانستان اسلامي امارت د داخلي تفتیش او کنټرول له مفتشینو او څېړونکو سره همکاري او همغږي.
  6. د نافذه اصولو په رعایت سره د اسلامي امارت د شته مالي سیستم په عملي کولو کې همکاري.
  7. په مالي چارو کې له ملي ادارو په ځانګړې توګه مالیې وزارت او نړیوالو ادارو سره د کاري اړیکو ټینګول.
  8. له مالي ډېټابېس سره سم د مالي سیستم رامنځته کول.
  9. له اړوندو ادارو سره د کور او ښار جوړولو وزارت د پراختیایي پروژو د بودیجې تفصیل برخه کې لازمه همکاري کول.

تدارکاتو ریاست

  1. له اړوندو ادارو سره په همکارۍ د وزارت کالني تدارکاتي پلانونو طرحه او ترتیب.
  2. د وزارت اړوندو ادارو د ضرورتونو او اړتیاوو راټولېدو له لارې د تادیاتو او لګښتونو موضوعاتو کې د تدارکاتي چارو وړاندوینه کول.
  3. د وزارت محترم مقام او دغه راز مالیې وزارت د ټولو جزیاتو راپور ورکول چې په تدارکاتي تړونونو کې کوم شرکتونه ګټونکي او کوم بایلونکي کېږي.
  4. د هغه جنسونو د لېست کنټرول چې د ګدامونو د اکمال لپاره د کالني تدارکاتي پلان له کبله اخیستل کېږي.
  5. د خریدارۍ د افرونو د ارزونې او دغه راز د مازاد مالونو د خرڅلاو ارزونې کمېټو وړاندیز کول.
  6. مالیې وزارت، مرستندویان او نورو اړوندو مراجعو ته د ټولو تدارکاتي راپورونو چمتو کول.
  7. د کنټرول داخلي سیستم له شاخصونو څارنه او د هغې د نیمګړتیاوو اصلاح کول او د افغانستان اسلامي امارت او ډونرانو د داخلي تفتیش او کنټرول له مفتشینو او څېړونکو سره همکاري او همغږي.
  8. د نافذه اصولو په رعایت سره د اسلامي امارت د شته تدارکاتي سیستم په عملي کولو کې همکاري.
  9. د کور او ښار جوړولو وزارت په داخل او خارج کې په تدارکاتي ناستو کې کې فعاله ونډه اخیستل، د جنسونو اخیستلو تدارکاتي خدماتو او ساختماني چارو لپاره د اعلان کنټرول او تائیدول.
  10. له ملي او نړیوالو ادارو سره په تدارکاتي چارو کې د اړیکو ټینګول.

د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

  1. د چارو د لا ښه تنظیم په موخه د معلوماتي ټکنالوجۍ کاري پلان جوړول او مالي او اداري معینیت ته راپور ورکول.
  2. د معلوماتي سیستمونو(MIS) د رامنځته کولو او پراختیا ورکولو لپاره د اغېزمنو طرحو ورکول
  3. د وزارت د ټکنالوجیکي وسایلو، هارډ ویر او سافټ ویر ساتنه او څارنه.
  4. د سایبري بریدونو مخنیوی او د وزارت د داخلي شبکې ساتنه.
  5. د غوره او ګټورو کړنو په موخه د کمپیوټري شبکې منظم سیستم رامنځته کول او پراختیا ورکول.
  6. په دوامداره توګه وزارت کې د ټکنالوجۍ له پراختیا ډاډ ترلاسه کول.
  7. د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوجۍ برخه کې د همغږۍ په موخه له مخابراتو وزارت او اړوندو ادارو سره دوامداره اړیکې ساتل.
  8. د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولنیزو شبکو او رسمي ویبپاڼې د غني کولو په موخه د اغېزمنو تخنیکي طرحو وړاندې کول.
  9. د وزارت دومین چتر لاندې د رسمي برېښنالیکونو رامنځته کول او فعالول.

 اداري ریاست

  1. د وزارت عمومي پالسۍ په پام کې نیولو او د اړوندو دیپارتمنټونو سره په همکارۍ د اداري لارښودونو او پالسیو جوړول. د مرکزي ریاستونو دفتريه وسایلو څخه څارنه، کنټرول او د ګټې اخیستلو لارې ورښودل او دغه راز لارښوونه کول چې له اړوندو تجهیزاتو ساتنه او پالنه وشي.
  2. د خدماتو وړاندې کولو لومړیتوبونه برابرول، په سیستماتیکه توګه د کاري اجراتو په موخه په وخت د وړاندیزونو کول او د وخت له ضایع کېدو مخنیوی کول.
  3. د په وخت کړنو او د اړوندې ادارې پروګرامونو او اهدافو ته د رسېدو په موخه د پالسیو، تګلارو، سټنډرډونو او اداري پرتوکولونو له پلي کېدا څارنه او کنټرول.
  4. د اړتیا په مهال اسنادو او سوابقو ته د اسانه او پر وخت لاسرسي په موخه په خپلو ماتحت برخو کې د کارنده او منظم فایلینګ سیستم رامنځته کول.
  5. د اړوندې ادارې د کالني پلان پر بنسټ او د بودیجې په پام کې نیولو سره د ریاستونو د اړتیاوو تشخیص.
  6. د اړوندو سیستمونو د فعالیت په موخه د ترانسپورت سیستم، جنسي او تحویل خونې، خدماتو، حفظ او مراقبت او په وخت د دفتري وسایلو او وسایطو ترمیم څخه څارنه او کنټرول.
  7. د وزارت اړوند مالونو او جنسونو د حفاظت په موخه د وزارت له خروجي او دخولي دروازو څخه څارنه او کنټرول او بیرون ته د وزارت د مالونو او جنسونو له وېستلو مخنیوی کول.
  8. د مناسب کاري چاپېریال رامنځته کولو په موخه د وزارت په کچه له چاپېریالي ارزښتونو څارنه او مدیریت.

د بشري سرچینو ریاست

  1. د امارت پالسیو سره سم او د کور او ښار جوړولو وزارت د برنامو او موخو په پام کې نیولو سره د بشري سرچینو ریاست اړوند پروګرامونو جوړول او رامنځته کول.
  2. د ازاد رقابت پر بنسټ د ګمارنو پروسې جوړول او تنظیمول.
  3. د ګمارنو بورډ د مقررو او تګلارو په رڼا کې د کار کوونکو ګمارل.
  4. په کور او ښار جوړولو وزارت کې د ملکي خدماتو د کار کوونکو د کړنو څارنه او ارزونه.
  5. د ملکي خدماتو له کار کوونکو سره د مرکې کولو، غوره کولو او ګمارنې په موخه د نظارتي کمېټو جوړول.
  6. د وزارت کالني تشکیل جوړښت بیا کتنه، تجزیه او تحلیل او د کار کوونکو د دندو معلومول.
  7. د منظور شوي تشکیل له عملي کېدا او په ګټوره او اغېزمنه توګه د کار کوونکو په تړاو د اړوندو قوانینو له پلي کېدا څارنه.
  8. د وزارت د کار کوونکو مصؤنیت، رفاه او روغتیا تأمینول.
  9. د کار کوونکو شکایتونو ته رسېدنه او په ګټورو او اغېزمنو لارو چارو یې د اختلافونو بررسي.
  10. کار کوونکو ته د قوانینو، د ملکي خدماتو کار کوونکو او د کار قانون او نور ټولو تقنیني اسنادو، مقررو او تګلارو په تړاو معلومات ورکول.
  11. خلکو ته د بهتره خدماتو وړاندې کولو، شفافیت، ګټورتوب او اغېزمنتیا په موخه د طرزالعملونو طرحه کول.
  12. د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونو د ظرفیت لوړولو په موخه د ښوونیزو او روزنیزو پلانونو جوړول.
  13. د کار کوونکو د سوانحو حفظ او مراقبت او په ډېټابېس کې یې ځای په ځای کول.
  14. د معاشونو، امتیازاتو، حاضرۍ، رخصتۍ، استعفاء، وفات، تقاعد حقوقو او نورو ټولو د کار کوونکو ذاتي چارو اجراء کول.
  15. د ملکي خدماتو کار کوونکو له قانون سره سم د کار کوونکو تبدیلي او منفک کول.
  16. د ملکي خدماتو د کار کوونکو د خدمت دورې حالاتو په تړاو د معلوماتو راټولول، د سوانح دفتر سره یې مطابقت ورکول، او د ملکي خدماتو د بشري سرچینو معلوماتو د مدیریت سیستم ریاست په همکارۍ د بشري سرچینو د معلوماتو د مدیریت سیستم د رامنځته کولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدماتو د کار کوونکو د ذاتي چارو د معلوماتو درج کول، فایل کول، تجدید او تحلیل کول.

عوایدو ریاست

  1. د دولت عوایدو کچې لوړولو په موخه د وزارت اړوند د عایداتي سرچینو تشخیص او تثبیت.
  2. د هېواد اقتصادي پایو پیاوړتیا په موخه د ولایتونو د عوایدو راټولولو مدیریت او په وخت یې د دولت حساب ته حواله کول.
  3. د اویزونو او بانکي حسابونو له مخې د عوایدو له راټولولو او په د افغانستان بانک کې د مقایسوي راپور د تطبیق په موخه د مرکز قراردادي شرکتونو د تأمیناتو له فورمونو څارنه کول.
  4. د عوایدو راټولولو په موخه د برېښنایي سیستم رامنځته کول او د مرکز او ولایتونو منظم راپور اخیستل.
  5. د وزارت د کالني عایداتي قطعیې د راپور له ترتیب مدیریت او کنټرول او مالیې وزارت ته یې لېږل.
  6. د وزارت له عایداتي سرچینو د عوایدو ترلاسه کولو کنټرول او اړوندو مراجعو ته یې د (م۲۷، م۲۹ او م۳۰) فورمو له لارې راپور ورکول.
  7. د عوایدو له تحلیلي راپور څارنه کول او د پلان ریاست، عوایدو معینیت او ګمرکاتو ته لېږل.
  8. د بانکي برېښنایي تعرفو د صادرولو په موخه د پولي وجوهاتو څارنه او د هغې د ضمیمه اسنادو کنټرول.
  9. د هېواد نافذه قوانینو سره سم په اړونده اداره کې د شفافیت رامنځته کول او د کاري اجراتو حساب ورکول.

د دعوت او ارشاد ریاست

  1. د الهي اوامرو د اجرا کولو په موخه د وزارت / ادارې د کار کوونکو د فکرونو روښانه کولو لپاره په اغېزمنه توګه په نیکیو د امر او له بدیو منع کولو برخه کې د دعوت او ارشاد له چارو مدیریت کول.
  2. د اړوندې ادارې / وزارت کار کوونکو ته د اسلامي ارزښتونو برخه کې د معلوماتو ورکولو په موخه د سمینارونو، کنفرانسونو او نورو تعلیمي پروګرامونو له رامنځته کېدو مدیریت کول. د حق په رعایت او د ایماني، وجداني او ټولنیز مسؤلیت په منلو کار کوونکو ته بلنه ورکول، هڅول یې او د دین په ساتنه یې علاقه مند کول.
  3. له اسلامي تبلیغ، اخلاقو، فرهنګ او اسلامي بنسټونو څارنه د اړوند وزارت/ ادارې د کار کوونکو ترمنځ د اسلامي او افغاني هویت ساتنه.
  4. د اسلامي شریعت له حکمونو سره سم د دعوت او رشاد کار کوونکو اړوند چارو تنظیمول او تطبیقول.
  5. د شرع د حکمونو په رڼا او د تعین شوي نصاب سره سم د مسجد امام ته د ارشادي موضوعاتو تعینول.
  6. په نیکیو د امر او له بدیو په منع کولو برخه کې د اسلامي شریعت مطابق کار کوونکو ته د تبلیغي او ارشادي طرحو برابرول.
  7. د اسلامي دین په رڼا کې د اړوندې ادارې/ وزارت د کار کوونکو د فکرونو روښانه کولو په موخه د دعوت په تړاو د جامعو طرحو وړاندې کول.
  8. د اړوندې ادارې / وزارت د کارکوونکو ترمنځ د منکراتو تشخیص، پېژندل او مخنیوی یې.
  9. د اسلامي شریعت له حکمونو د کار کوونکو خبرولو په پار د دعوت او ارشاد برنامو او اهدافو تطبیقول.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new