لښکرګاه کې د یو سوداګریز مارکېټ د جوړېدو له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۲۸
هلمند

۱۴۴۶/۰۶/۰۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د لقمان حکیم په نوم د یو سوداګریزاو استوګنیز مارکېټ له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي ناظم وایي، یاد مارکېت د لښکر ګاه په لومړۍ ناحیه لقمان جاده کې موقعیت لري چې ودانیزې چارې یې روانې دي.

نوموړی وایي، د تخنیکي ټیم په ملتیا یې له یادې پروژې څارنه وکړه، چې په خبره یې  اوسمهال د بنسټ لپاره لېول کاري، د بنسټ لېول سربېره د (pcc  ) د ایزوګام چارې دوام لري.

هغه وایي، د قراردادي شرکت ساحوي مسؤل انجنير ته لازمې لارښوونې وشوې، تر څو ټولې چارې د نقشې او بي_او_کيو یا احجامو بېل مطابق سرته ورسوي او د کار کوونکو خوندیتوب په پام کې ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت